په کچلاغ کې د طالبانو په مهم مرکز کې چاودنه شوې
نن ماسپښين د کوټې په پنځه ويشت کيلو مټري کې، د کچلاغ په وزير اباد سيمه کې د طالبانو په يوه مهم مرکز کې چاودنه شوې ده.
دغه چاودنه د يوې مدرسې په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده.
سرچينې وايي، د چاودنې پر وخت په جومات کې تر دوه سوه زيات کسان و چې د لومړنيو تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، لس تنه پکې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.
خو پاکستانۍ رسنۍ په چاودنه کې د پنځو تنو وژل کېدل او د لسو نورو ژوبلېدل مني.
ځينې سرچينې وايې، په چاودنه کې د طالبانو د ډلې مهم مشران هم يا وژل شوي او يا ژوبل دي چې دا مهال د کويټې ملکي او پوځي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
0 دیدگاه