د پاکستان د زېږېدو په کالېزه، په بلوچستان کې ګڼ بريدونه شوي
پاکستانيانو نن د دغه هېواد د زېږېدو دوه اويايمه کاليزه نمانځله چې يوازې په بلوچستان کې د دغې ورځې د نمانځنې پر مراسمو او پاکستاني عسکرو ګڼ بريدونه او چاودنې شوې.
تېره شپه د بلوچستان د مشکي په جکي سيمه کې د کالېزي د مراسمو په تابيا بوخت عسکر تر اور لاندې نيول شوي چې پکې شپږ پاکستاني عسکر ځای پر ځای مړه او څلور نور ژوبل شوي.
د مشکي په ګجلي سيمه کې بيا نن سهار د پاکستاني عسکرو پر پوستو بريدونه شوي دي
د بلوڅو د ازادي غورځنګ ډلې وياند ګهرام بلوڅ وايي، په دغه دويم بريد کې درې عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
دی وايي، تر هغه به پر پاکستاني عسکرو د دوی بريدونه روان وي چې بلوچستان يې ورڅخه پاک کړی نه وي.
په دې سربېره، نن د بلوچستان په حب، بولان او کيچ سيمو کې هم پر پاکستاني عسکرو بريدونه شوي دي.
د بلوڅو د ازادي لښکر وياند جييند بلوڅ وايي، د دوی سرتېرو د حب علي شير پيټرول پمپ ته څېرمه د پاکستان د زېږېدو د کالېزې پر مراسمو بريدونه کړي دي چې نمانځونکيو ته يې درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.
دی وايي، د اګسټ څوارلسمه بلوڅو ته هيڅ مانا او ارزښت نه لري.
د بلوڅو د متحد لښکر وياند مريد بلوڅ بيا د بولان په ګوکړت سيمه کې د پاکستاني عسکرو پر پوستو د بريدونو ادعا کوي او وايي، څلور پاکستاني عسکر يې وژلي او ګڼ شمېر نور يې ژوبل کړي دي.
د پنجګور په ګچک کهن سيمه کې بيا د پاکستاني عسکرو پر پوستو د بريدونو مسووليت لشکر بلوچستان ډلې منلی او پاکستاني عسکرو ته پکې د درنې مرګ ژوبلې ادعا کوي.
هلته بيا د مستونګ په پشکرم سيمه کې د پوليسو د قوماندان پر موټرو چاودنه شوې چې د لومړنيو ترلاسه شويو راپورونو په اساس، د قوماندان په ګډون څلور پوليس پکې وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي.
د دغې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.
0 دیدگاه