پاکستان او هند سفيران ولاړ کړل
پاکستانۍ رسنۍ وايي، دغه هېواد په پاکستان کې د هند سفير ته ورياده کړې ده چې اسلاماباد خوشې کړي او خپل وطن ته ستون شي.
پاکستاني حکومت په رسمي توګه په پاکستان کې د هند له سفير اجې بساريه څخه د پاکستان د پرېښودو غوښتنه کړې او په دې سربېره يې، خپل نوی سفير امين الحق چې ټاکل شوې وه د اګسټ په شپاړسمه ډيلي ته لاړ شي، ځنډولی دی.
پاکستانی حکومت وايي، سفيران به سره ولاړ شوي وي، خو د واهاګه لاره به د خلکو پر مخ پرانيستې وي.
په دې سربېره، د پاکستان حکومت هغه ټولې پروسې درولې دي چې له هند سره يې په ګډه کار ورباندې کاوه.
پاکستان دغه اقدام وروسته له هغه کوي چې د هند حکومت له کشمير څخه ځانګړی قانوني حيثيت واخيست او ورسره د هند او پاکستان اړيکې بيا ترينګلې شوې.
د دغه ځانګړي حيثيت په اساس، کشمير په ځينو برخو کې خپلواکي درلوده.
0 دیدگاه