په پښتونخوا کې ماین چاودنې دوه پاکستاني عسکر وژلي
۱۵ اسد ۱۳۹۸ 790 0 نظر sarkhat.af

په پښتونخوا کې ماین چاودنې دوه پاکستاني عسکر وژلي

راپورونه لیکي، د خیبرپښتونخوا په صوابۍ سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د پاکستاني پوځ د یو افسر په ګډون دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

 په صوابۍ کې د ځایي چارواکو په خبره دا پېښه پرون ورځ ناوخته په داسې حال کې رامنځته شوې چې د پوځیانو موټر له یادې سیمې د ګزمې په حال کې و.

چارواکو ویلي چې د پېښې په سیمه کې یې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

 تر اوسه د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې وړاندې د ورته بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان په نامه وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر تښتول شوی

Jan 27, 2020 29

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين تېره شپه د پېښور له تهاکال سيمې څخه له څو نورو ملګرو سره وړل شوی او تر اوسه يې لوری نه دی مالوم.

هند ډاکټر ناکامورا ته پدما شري اېوارډ ورکوي

Jan 26, 2020 29

د هند حکومت د هغو کسانو په نوملړ کې د ډاکټر ناکامورا نوم هم ور زيات کړی دی چې ټاکل شوې سږ کال به د دغه هېواد څلورم لوی ايوراډ ورکول شي.

ايران وايي، که امريکا ځان وخوځاوه، دوبۍ او اسراييل تر اور لاندې نيسي

Jan 08, 2020 29

ايران تازه ګواښ کړی دی که چې د امريکا متحده ايالاتو د دغه هېواد پر ضد د غچ اخيستنې په پار ځان هم وخوځاوه، اسراييل او عربي متحده امارات به په توغنديو وولي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک