په اسماعيل خان دېره کې پاکستاني عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
نن په اسماعيل خان دېره کې پر پاکستاني عسکرو په ډزو او يوه ځانمرګي بريد کې ګڼ شمېر عسکر مړه او ټپيان شوي دي.
په سيمه کې سرچينې وايي، نن سهار د اسماعيل خان دېرې په کوټله سيدان سيمه کې يوه موټر سايکل سپاره وسله وال د پوليسو پر پوسته ډزې کړې دي او دوه تنه پوليس يې ځای پر ځای وژلي دي.
تر دغه بريد وروسته چې وژل شوي عسکر د اسماعيل خان دېرې ملکي روغتون ته لېږدول کېږي، هلته په روغتون کې ځانمرګي بريد کېږي او د لومړنيو تر لاسه شويو راپورونو په اساس، پکې څلور نور عسکر وژل کېږي.
په دغه بريد کې دوه ويشت تنه نور ژوبل شوي هم دي.
ډاکټران وايي، ښايي د مړو په شمېر کې ډېر زياتوالی راشي.
تر اوسه د بريدونو مسووليت چا نه دی منلی.
0 دیدگاه