د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عباسي د اداري فساد په تور نیول شوی
د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عباسي د اداري فساد په تور نیول شوی
د پاکستان د اداري فساد پر ضد اداره وايي، د دغه هېواد مخکینی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي يې د اداري فساد په تور نیولی دی.
پاکستاني رسنۍ لیکي، په هغه قرارداد کې چې د عباسي رول پلټي په قطر کې د طبیعي ګازو یوه شرکت ته ورکړل شوی و، عباسي پهکې برخه لرله، خو عباسي پر خپل ځان دا تورونه ردوي.
تر دې مخکې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف په لسو کلونو او لور يې په اوو کلونو بند محکوم شول؛ ځکه پر هغوی تور و چې په لندن کې يې د لوړې بیې لوړپوړیزې ودانۍ پېرلې دي.
په جون مياشت کې د پاکستان د اداري فساد پر ضد ادارې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري هم د پيسو مينځلو په تور نیولی و.
0 دیدگاه