امریکا له ایران سره د خبرو مشروط وړاندیز رد کړ
امریکا له ایران سره د خبرو مشروط وړاندیز رد کړ
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپیو د ايران د ولسمشر حسن روحاني هغه وړاندیز رد کړی چې په مشروط ډول یې له امریکا سره د خبرو پیلولو په اړه کړی و.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ويلي و، که واشنګټن پر دوی اقتصادي بندیزونه او بدمعاشي پای ته ورسوي، ايران چمتو دی چې له امريکا سره مذاکرات وکړي.
خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير امریکايي رسنیو ته ويلي، دا د ايران د ولسمشر هماغه وړاندیز دى چې د امریکا مخکیني ولسمشر بارک اوباما او د بهرنیو چارو پخواني وزیر جانکري ته يې کړى و.
د امريکا متحده ايالاتونه د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټومي تړونه تېر کال د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ.
په ورته وخت کې تهران په ځواب کې د يورانيمو غني کول له هغو حدودو اړوي چې په اټومي تړون کې ورته ټاکل شوي وو او دا مسئله د دې لامل شوه چې امريکا د نورو بنديزونو خبردارى هم ورکړ.
بريټانيې، فرانسې او جرمني د تړون له ټولو شريکانو غوښتي چې له زغمه کار واخلي او د خپلو اقداماتو پر ممکنه عواقبو دې غور وکړي.
یادو هېوادونو د اندېښنې په ډول ویلي، د دې خطر شته چې د امریکا د اقتصادي فشار له امله دا هوکړه له منځه لاړه شي او د ایران دې پرېکړې ته هم اندېښمن دي چې د هوکړې له تر ټولو مهمو پرېکړو سرغړونه وکړي.
0 دیدگاه