په پاکستان کې سیلابونو ۲۸ کسان مړه کړي
راپورونه وايي، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر سیمه کې سیلابونو ۲۸ کسان مړه کړي او ګڼ شمېر نورو ته یې زیان اړولی دی.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې مرکز ویلي، یادو سیلابونو ۲۸ کسان مړه کړي او د تلفاتو د شمېر زیاتوالې په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
راپورونه زیاتوي، په نیلم دره کې هم ګڼ شمېر خلک زیانمن شوي دي چې شمېر یې تر اوسه معلوم نه دی.
خو د معلوماتو له مخې، په دغو سیلابونو کې تر ۱۵۰ ډېر کورونه زیانمن شوي دي او په زرګونو خلکو خپل کورونه پرېښي دي.
0 دیدگاه