د توغندیو دفاعي سېسټم لومړۍ برخه ترکیې ته ورسېده
د توغندیو دفاعي سېسټم لومړۍ برخه ترکیې ته ورسېده
د امریکا له جنجالونو سربېره د ترکیې دفاع وزارت وایي، له روسیې څخه یې د «S-400» ډوله توغندویي دفاعي سېسټم لومړۍ برخه انقرې ته ورسېده او دا کار به په راتلونکو ورځو کې دوام وکړي.
د ترکیې د دفاعي صنعت ادارې هم زیاته کړې، پهدې سېسټم پورې د تړلو نورو برخو انتقال به په راتلونکیو ورځو کې دوام وکړي.
د مسکو او انقرې تر منځ دا تړون د ترکیې او امریکا تر منځ د شخړو عمده لامل ګڼل کېږي، خو د ترکیې د دفاعي صنعت ادارې هر کله چې دا سېسټم په بشپړ ډول چمتو شو د اړوندو چارواکیو د سپارښتنې سره سم به وکارول شي.
روسي رسنۍ لیکي، د پوځي او تخنیکي همکارۍ په برخه کې د روسیې فدرالي ادارې د دې سېسټم د یوې برخې لېږلو پیل تأیید کړی دی.
خو د امریکا متحده ایالاتو ویلي و، د جولای تر ۳۱مې له مسکو سره د «S-400» تړون لغو نهکړي، انقره به و نهشي کړای په راتلونکې کې «F-35» ډوله جنګي جټ الوتکي له امریکا وپېري.
0 دیدگاه