مرسي تر سکته وروسته ومړ
د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي نن د محاکمې پر مهال لوېدلی او پسې مړ شوی دی.
د مصر دولتي ټلوېزيون وايي، مرسي يې محاکمې ته حاضراوه چې سکته يې وکړه، وښويېده، پر ځمکه ولوېده او پسې ومړ.
د مصر دغه اووه شپېته کلن مخکېنی ولسمشر د اخوان المسلمين ډلې مشر هم و او په دوه زره يوولسم کال کې د عربو د پسرلي په پايله کې د حسني مبارک تر ګوښه کېدو وروسته واک ته ورسېده.
دی بيا وروسته په دوه زره ديارلسم کال کې د پوځي کودتا له لارې له واکه وغورځول شو.
0 دیدگاه