پر ترکیې د جنګي الوتکو پېرلو په اړه د امریکا دریځ نه‌دی بدل شوی
۲۳ سرطان ۱۳۹۸ 1699 0 نظر سرخط

پر ترکیې د جنګي الوتکو پېرلو په اړه د امریکا دریځ نه‌دی بدل شوی

پر ترکیې د جنګي الوتکو پېرلو په اړه د امریکا دریځ نه‌دی بدل شوی

د امريکا سرپرست دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، د ترکيې له‌خوا د ایس ۴۰۰ توغندیو دفاعي سېسټم له ترلاسه کولو خبر دي، خو د ایف ۳۵ جنګي الوتکو په اړه د امريکا دریځ نه‌دی بدل شوی.

هغه وویل، موږ خبر یو چې ترکیې له روسیې د اېس ۴۰۰ سېسټم ترلاسه کړی، د F-35 جنګي الوتکو په اړه زموږ دریځ نه‌دی بدل شوی او په‌دې اړه به له خپل ترکي سیال د دفاع وزیر هولوسي اکار سره هم خبرې وکړي او بیا به مالومات شریک کړي.

د اېس څلور سوه دفاعي سېسټم لومړۍ برخې د انقرې یوې پوځي اډې ته لېږدول شوي او له دغه اقدام سره د ترکيې او روسیې ترمنځ د یاد دفاعي سېسټم په برخه کې هوکړه نوره هم پخه شوه.

امریکا مخکې خبرداری ورکړی، که د اېس - ۴۰۰ پروګرام مخکې ځي، دوی به ترکیه له ایف - ۳۵ پروګرامه بهر کړي او اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي.

ترکیه: د توغندیو دفاعي سېسټم پېرلو ته اړتیا وه

Jul 15, 2019 29

د ترکیې دفاع وزیر وايي، له روسیې د توغندیو دفاعي اېس-۴۰۰ سېسټم پېرل د ترکيې غوښتنه نه، بلکې اړتیا وه.

د توغندیو دفاعي سېسټم لومړۍ برخه ترکیې ته ورسېده

Jul 13, 2019 29

د امریکا له جنجالونو سربېره د ترکیې دفاع وزارت وایي، له روسیې څخه یې د «S-400» ډوله توغندویي دفاعي سېسټم لومړۍ برخه انقرې ته ورسېده او دا کار به په راتلونکو ورځو کې دوام وکړي.

مرسي تر سکته وروسته ومړ

Jun 17, 2019 29

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي نن د محاکمې پر مهال لوېدلی او پسې مړ شوی دی.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک