ترکیه: د توغندیو دفاعي سېسټم پېرلو ته اړتیا وه
۲۴ سرطان ۱۳۹۸ 1627 0 نظر سرخط

ترکیه: د توغندیو دفاعي سېسټم پېرلو ته اړتیا وه

ترکیه: د توغندیو دفاعي سېسټم پېرلو ته اړتیا وه

د ترکیې دفاع وزیر وايي، له روسیې د توغندیو دفاعي اېس-۴۰۰ سېسټم پېرل د ترکيې غوښتنه نه، بلکې اړتیا وه.

هولوسي اکبر له خپل امریکايي سیال مارک اسپر سره په ټیلیفوني خبرو کې زیاته کړې، ترکیه تر سخت ګواښ لاندې وه او اېس – ۴۰۰ دفاعي سېسټم رانیول له سوریې ترکیې ته د متوجه ګواښ مخه نیولای شي.

د ترکیې دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې انقرې له مسکو سره د یوه تړون له مخې د توغندیو ضد دفاعي سېسټم دویمه محموله هم ترلاسه کړه.

خو تر دې وړاندې امریکا ترکیې ته خبرداری ورکړی و چې له روسیې سره دې د توغندیو ضد دفاعي سېسټم پیرلو تړون لغوه کړي، که‌نه انقره به له اقتصادي بندیزونو سره مخامخ شي.

پر ترکیې د جنګي الوتکو پېرلو په اړه د امریکا دریځ نه‌دی بدل شوی

Jul 14, 2019 29

د امريکا سرپرست دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، د ترکيې له‌خوا د ایس ۴۰۰ توغندیو دفاعي سېسټم له ترلاسه کولو خبر دي، خو د ایف ۳۵ جنګي الوتکو په اړه د امريکا دریځ نه‌دی بدل شوی.

د توغندیو دفاعي سېسټم لومړۍ برخه ترکیې ته ورسېده

Jul 13, 2019 29

د امریکا له جنجالونو سربېره د ترکیې دفاع وزارت وایي، له روسیې څخه یې د «S-400» ډوله توغندویي دفاعي سېسټم لومړۍ برخه انقرې ته ورسېده او دا کار به په راتلونکو ورځو کې دوام وکړي.

مرسي تر سکته وروسته ومړ

Jun 17, 2019 29

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي نن د محاکمې پر مهال لوېدلی او پسې مړ شوی دی.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک