پر ترکیې د جنګي الوتکو پېرلو په اړه د امریکا دریځ نهدی بدل شوی
پر ترکیې د جنګي الوتکو پېرلو په اړه د امریکا دریځ نهدی بدل شوی
د امريکا سرپرست دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، د ترکيې لهخوا د ایس ۴۰۰ توغندیو دفاعي سېسټم له ترلاسه کولو خبر دي، خو د ایف ۳۵ جنګي الوتکو په اړه د امريکا دریځ نهدی بدل شوی.
هغه وویل، موږ خبر یو چې ترکیې له روسیې د اېس ۴۰۰ سېسټم ترلاسه کړی، د F-35 جنګي الوتکو په اړه زموږ دریځ نهدی بدل شوی او پهدې اړه به له خپل ترکي سیال د دفاع وزیر هولوسي اکار سره هم خبرې وکړي او بیا به مالومات شریک کړي.
د اېس څلور سوه دفاعي سېسټم لومړۍ برخې د انقرې یوې پوځي اډې ته لېږدول شوي او له دغه اقدام سره د ترکيې او روسیې ترمنځ د یاد دفاعي سېسټم په برخه کې هوکړه نوره هم پخه شوه.
امریکا مخکې خبرداری ورکړی، که د اېس - ۴۰۰ پروګرام مخکې ځي، دوی به ترکیه له ایف - ۳۵ پروګرامه بهر کړي او اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي.
0 دیدگاه