د نیوزلېنډ پر جوماتونو تورن بریدکوونکی ځان پړ نهبولي
د نیوزلېنډ پر جوماتونو تورن بریدکوونکی ځان پړ نهبولي
د برینټان ټارانټ په نوم هغه اسټرالیايي چې د نیوزلېنډ په دوو جوماتونو بریدونو کې د ۵۱ کسانو په وژلو تورن دی، پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړل.
اته ویشت کلن برینټان ټارانټ تورن له یوه زندانه د ویډېو له لارې محکمې ته څرګند شو او د هغه وکیل د ټارانټ په استازیتوب د هغه د بېګناه بللو غوښتنه محکمې ته وړاندې کړه.
ټارانټ د قتل په ۵۱ تورونو، د قتل د هڅې په ۴۰ تورونو او د ترهګرۍ په یو تور متهم دی، خو د جمعې په ورځ یې ځان په ټولو جرمنو بېګناه وباله.
څو میاشتې مخکې په نیوزلېنډ کې په وسلو سنبال یو بریدګر د جمعې د لمانځه پر مهال پر مسلمانو لمونځ کونکو ډزې وکړې چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل چې پولیسو ټارانټ د دې بریدونو په تور ونیوه.
0 دیدگاه