د سعودي پاچا بېړنۍ سرمشریزه ورغوښتې
د سعودي پاچا بېړنۍ سرمشریزه ورغوښتې
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غړي او د عربي هېوادونو مشران بېړنۍ سرمشریزې ته وربللي دي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له لوري په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، دا مشران په یاده سرمشریزه کې پر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د ممکنه بریدونو په اړه بحث او خبرې وکړي.
دا سرمشریزه به د روانې میلادي میاشتې په ۳۰مه نېټه په مکه مکرمه کې جوړه شي.
د سعودي پاچا داسې مهال دا بېړنۍ سرمشریزه رابولي چې په خلیج کې د امریکا او ایران تر منځ ترینګلتیا په ډېرېدو ده او امریکا هم په خلیج کې جنګي بېړۍ او الوتکې ځای پرځای کړي، خو تهران د امریکا دا حرکت د خپل هېواد لپاره ګواښ بولي.
همدارازاماراتو تېره ورځ وویل چې الفجیره ته څېرمه د دوی په اوبو کې ۴ سوداګریزې بېړۍ ویجاړې شوي او سعودي عربستان ټینګار کوي چې په ویجاړو شویو بېړیو کې تېل لېږدوونکې بېړۍ د دوی وې.
0 دیدگاه