په برازیل کې څلوېښت بندیان وژل شوي
په برازیل کې څلوېښت بندیان وژل شوي
برازیلي چارواکي وايي، د امازون ولایت په څلورو زندانونو کې د شخړو پر مهال د لږترلږه څلوېښتو بندیانو مړي په داسې حال کې موندل شوي چې زندۍ ورته اچول شوې وې.
د امازون ایالت د محبسونو ادارې په یوه بیان کې ویلي، یاد بندیان د مې په ۲۷مه د امازون په ځنګلي ښار ماناوس کې هغه مهال ووژل شول چې کنټرول یې د پولیسو له ادارې ووت.
چارواکیو ویلي، د دوشنبې په ورځ یې ۴۲ ځوړند شوي بندیان وموندل، خو ځینو چارواکیو بیا ویلي چې ډېری بندیان د فضا د تنګېدو له کبله مړه شوي دي.
د بندیانو تر منځ اړودوړ او بیا نښته د یکشنبې په سهار پیل شوې وه چې لږترلږه ۱۵ بندیان پهکې وژل شوي وو. که څه هم ځینې یې په چړو وهل شوي وو، خو وروسته په ډاګه شوه چې ځینې بندیان راځړول شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، په برازیل کې د بندیانو شمېر تر ۷۱۲ زرو اوړي او دغه هېواد د ډېرو بندیانو لرلو له امله په نړۍ کې درېیم هېواد دی.
0 دیدگاه