په برازیل کې څلوېښت بندیان وژل شوي
۱۰ جوزا ۱۳۹۸ 1550 0 نظر سرخط

په برازیل کې څلوېښت بندیان وژل شوي

په برازیل کې څلوېښت بندیان وژل شوي

برازیلي چارواکي وايي، د امازون ولایت په څلورو زندانونو کې د شخړو پر مهال د لږترلږه څلوېښتو بندیانو مړي په داسې حال کې موندل شوي چې زندۍ ورته اچول شوې وې.

د امازون ایالت د محبسونو ادارې په یوه بیان کې ویلي، یاد بندیان د مې په ۲۷مه د امازون په ځنګلي ښار ماناوس کې هغه مهال ووژل شول چې کنټرول یې د پولیسو له ادارې ووت.

چارواکیو ویلي، د دوشنبې په ورځ‌ یې ۴۲ ځوړند شوي بندیان وموندل، خو ځینو چارواکیو بیا ویلي چې ډېری بندیان د فضا د تنګېدو له کبله مړه شوي دي. ‌

د بندیانو تر منځ اړودوړ او بیا نښته د یکشنبې په سهار پیل شوې وه چې لږترلږه ۱۵ بندیان په‌کې وژل شوي وو. که څه هم ځینې یې په چړو وهل شوي وو، خو وروسته په ډاګه شوه چې ځینې بندیان راځړول شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، په برازیل کې د بندیانو شمېر تر ۷۱۲ زرو اوړي او دغه هېواد د ډېرو بندیانو لرلو له امله په نړۍ کې درېیم هېواد دی.

د سعودي پاچا بېړنۍ سرمشریزه ورغوښتې

May 19, 2019 29

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غړي او د عربي هېوادونو مشران بېړنۍ سرمشریزې ته وربللي دي.

په میانمار کې بندي خبریالان خوشې شول

May 07, 2019 29

دوه خبریالان چې په میانمار کې په اووه کاله بند محکوم شوي وو، د دغه هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ له بښنې وروسته خوشې شول.

اسراییلي ټانکونو غزه په نښه کړې ده

Mar 31, 2019 29

اسراییلي ټانکونو په غزې تړانګه کې تر راکټي بریدونو وروسته هغه ځایونه په نښه کړي چې د حماس ډلې غړي په‌کې مېشت وو.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک