په میانمار کې بندي خبریالان خوشې شول
دوه خبریالان چې په میانمار کې په اووه کاله بند محکوم شوي وو، د دغه هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ له بښنې وروسته خوشې شول.
د رویټرز خبري اژانس لیکي، دغه خبریالان وا لون او کیاو سو وو چې د وژل شویو مسلمانانو قضیه یې څېړله او څه باندې ۵۰۰ ورځې په زندان کې پراته وو.
وا لون له زندانه د ازادېدو پر مهال وویل چې هېڅکله به له خبریالۍ لاس وانهخلي.
دواړو خبریالانو د میانمار په ستر ښار ینګون کې په داسې زندان کې چې شرایط یې ډېر سخت دي، تقریباً ۱۶ میاشتې په توقیف کې تېرې کړې.
دوی د دولتي اسرارو د قانون تر پښو لاندې کولو په تور په اووه کاله بند محکوم شوي وو.
خبریالان له هغو زرګونو نورو بندیانو سره یو ځای د بښنې د بهیر له لارې خوشې شول چې هر کال د میانمار د نوي کال په مراسمو کې ترسره کېږي.
0 دیدگاه