په میانمار کې بندي خبریالان خوشې شول
۱۷ ثور ۱۳۹۸ 1560 0 نظر سرخط

په میانمار کې بندي خبریالان خوشې شول

دوه خبریالان چې په میانمار کې په اووه کاله بند محکوم شوي وو، د دغه هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ له بښنې وروسته خوشې شول.

د رویټرز خبري اژانس لیکي، دغه خبریالان وا لون او کیاو سو وو چې د وژل شویو مسلمانانو قضیه یې څېړله او څه باندې ۵۰۰ ورځې په زندان کې پراته وو.

وا لون له زندانه د ازادېدو پر مهال وویل چې هېڅکله به له خبریالۍ لاس وانه‌خلي.

دواړو خبریالانو د میانمار په ستر ښار ینګون کې په داسې زندان کې چې شرایط یې ډېر سخت دي، تقریباً ۱۶ میاشتې په توقیف کې تېرې کړې.

دوی د دولتي اسرارو د قانون تر پښو لاندې کولو په تور په اووه کاله بند محکوم شوي وو.

خبریالان له هغو زرګونو نورو بندیانو سره یو ځای د بښنې د بهیر له لارې خوشې شول چې هر کال د میانمار د نوي کال په مراسمو کې ترسره کېږي.

په برازیل کې څلوېښت بندیان وژل شوي

May 31, 2019 29

برازیلي چارواکي وايي، د امازون ولایت په څلورو زندانونو کې د شخړو پر مهال د لږترلږه څلوېښتو بندیانو مړي په داسې حال کې موندل شوي چې زندۍ ورته اچول شوې وې.

د سعودي پاچا بېړنۍ سرمشریزه ورغوښتې

May 19, 2019 29

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غړي او د عربي هېوادونو مشران بېړنۍ سرمشریزې ته وربللي دي.

اسراییلي ټانکونو غزه په نښه کړې ده

Mar 31, 2019 29

اسراییلي ټانکونو په غزې تړانګه کې تر راکټي بریدونو وروسته هغه ځایونه په نښه کړي چې د حماس ډلې غړي په‌کې مېشت وو.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک