په لوګر کې د نجونو زدهکوونکو شمېر زیات شوی
په لوګر کې د نجونو زدهکوونکو شمېر زیات شوی
د لوګر د پوهنې رییس عبدالوکیل کلیوال وایي، سږ کال د تېر په پرتله د دغه ولایت په ښوونځیو کې د نجونو زدهکوونکو شمېر زیات شوی دی.
کلیوال سرخط ته وویل، روان کال د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په ۲۷۳ ښوونځیو کې ۷۲۲۰ تنې نجونې شاملې شوې دي.
د هغه په خبره، د روان ښوونیز کال د حمل او ثور په میاشتو کې ۲۰۳۰۰ زدهکوونکي په ښوونځیو کې جذب شوي چې ۱۳۰۸۰ تنه یې هلکان او پاتې یې نجونې دي.
ده زیاته کړه، د زدهکړو پر ارزښت د خلکو پوهېدل، د ديني عالمانو، قومې مشرانو او ځوانانو هڅې همدا راز د ښوونځي د عمر ماشومانو د جذب لپاره کمپاینونه کول د دې لامل شوي چې تر بل هر وخت ډېرې نجونې په ښوونځیو کې شاملې شي.
د مالوماتو له مخې، په لوګر کې د نجونو او هلکانو ۲۷۳ ښوونځي شته چې د ۴۱۳۷۶ نجونو په ګډون ۱۳۷۲۳۰ زدهکوونکي لري.
0 دیدگاه