روان کال په پکتیا کې ۱۶۳ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوی
۷ حوت ۱۳۹۸ 1623 0 نظر sarkhat

روان کال په پکتیا کې ۱۶۳ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوی

په پکتیا کې د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت ګڼې پروژې پلې شوې دي او راتلونکې کال لپاره هم شپږ مېلیارده افغانۍ ځانګړې شوې.

د پکتیا د ولایت مقام د غونډو په تالار کې والي شمیم خان کټوازي ولس ته د حساب ورکولو غونډه کې وویل چې په روان ۱۳۹۸ مالي کال کې یې د شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې ګڼې پروژې پلې شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په روان کال کې مو ۶ مېلیارده افغانۍ بودیجه مصرف کړې او د راتلونکې کال لپاره مو هم ۶ مېلیارده بودیجه پیدا کړې، زموږ هڅه داده چې دا تر لسو میلیارده افغانیو ورسوو، راتلونکي کال کې مو د ۱۶۳ ښوونځيو لپاره بودیجه پیدا کړې، چې په دې سره به زموږ سل سلنه ښوونځي ودانۍ ولري."

که څه هم د پکتیا والي تر یوه مېلیارد افغانیو د ګمرک د عوایدو د رسېدو او د ۱۶۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو تر څنګ د یو شمېر نورو پروژو د بشپړېدو او پیلېدو خبره وکړه، خو د پکتیا اوسېدونکي دا کافي نه بولي او وایي، تر اوسه هېڅ داسې لویه پروژه نه ده بشپړ شوې چې د خلکو په ژوند کې یې مثبت بدلون راوستی وي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د پکتیا ولایت والي شمیم خان کټوازي یوې غونډې ته ویلي، چې د امنیتي ستونزو له امله د یو شمېر پروژو د نه تطبیق له امله نږدې دوه میلیارده افغانۍ بودیجه بېرته مرکز ته انتقال شوې ده.

پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د پیسو ټولول منع کړل

Jul 14, 2019 29

پوهنې وزارت په ټول هېواد کې له ښوونکیو او زده‌کوونکیو نه د هر ډول پیسو ټولول منع اعلان کړل.

ولسمشر: ژر به د کندهار پوهنتون تشکیلات پوره شي

Jul 04, 2019 29

ولسمشر غني وايي، لوړو زده‌کړو وزارت د کندهار پوهنتون د تشکیلاتو د کمبود طرحه چمتو کړې، چې ژر به تایید او عملي شي.

د لوګر تړلي ښوونځي بېرته فعال شول

Jun 15, 2019 29

د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کیلوال وایي، د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ د دهنو په کلي کې د خلکو له‌خوا د نجونو او هلکانو اته تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک