روان کال په پکتیا کې ۱۶۳ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوی
په پکتیا کې د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت ګڼې پروژې پلې شوې دي او راتلونکې کال لپاره هم شپږ مېلیارده افغانۍ ځانګړې شوې.
د پکتیا د ولایت مقام د غونډو په تالار کې والي شمیم خان کټوازي ولس ته د حساب ورکولو غونډه کې وویل چې په روان ۱۳۹۸ مالي کال کې یې د شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې ګڼې پروژې پلې شوي دي.
هغه زیاته کړه: "په روان کال کې مو ۶ مېلیارده افغانۍ بودیجه مصرف کړې او د راتلونکې کال لپاره مو هم ۶ مېلیارده بودیجه پیدا کړې، زموږ هڅه داده چې دا تر لسو میلیارده افغانیو ورسوو، راتلونکي کال کې مو د ۱۶۳ ښوونځيو لپاره بودیجه پیدا کړې، چې په دې سره به زموږ سل سلنه ښوونځي ودانۍ ولري."
که څه هم د پکتیا والي تر یوه مېلیارد افغانیو د ګمرک د عوایدو د رسېدو او د ۱۶۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو تر څنګ د یو شمېر نورو پروژو د بشپړېدو او پیلېدو خبره وکړه، خو د پکتیا اوسېدونکي دا کافي نه بولي او وایي، تر اوسه هېڅ داسې لویه پروژه نه ده بشپړ شوې چې د خلکو په ژوند کې یې مثبت بدلون راوستی وي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د پکتیا ولایت والي شمیم خان کټوازي یوې غونډې ته ویلي، چې د امنیتي ستونزو له امله د یو شمېر پروژو د نه تطبیق له امله نږدې دوه میلیارده افغانۍ بودیجه بېرته مرکز ته انتقال شوې ده.
0 دیدگاه