پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د پیسو ټولول منع کړل
پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د پیسو ټولول منع کړل
پوهنې وزارت په ټول هېواد کې له ښوونکیو او زدهکوونکیو نه د هر ډول پیسو ټولول منع اعلان کړل.
له یاد وزارت نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، یاده پرېکړه یې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محمدمیرویس بلخي د لارښوونې له مخې کړې ده.
سرچینه زیاتوي، له ښوونکیو او زدهکوونکیو هر ډول پیسي راټولول لکه د مرستې، د دفتر اړتیا وړ توکیو پېر، د ټولګیو رنګول، بیارغونه او داسي نور چې د فساد او ناسمې ګټې اخيستو لامل کېږي، په بشپړه توګه منع دي.
یاد وزارت په ورته وخت کې د داخلي تفتیش او د ښوونې څارنې ریاستونو ته لارښوونې کړې چې د مرکز او ولایتونو ښوونځي په دوامداره توګه تر څار لاندې ونیسي.
0 دیدگاه