ولسمشر: ژر به د کندهار پوهنتون تشکیلات پوره شي
۱۳ سرطان ۱۳۹۸ 1938 0 نظر زین الله احمدي

ولسمشر: ژر به د کندهار پوهنتون تشکیلات پوره شي

ولسمشر غني وايي، لوړو زده‌کړو وزارت د کندهار پوهنتون د تشکیلاتو د کمبود طرحه چمتو کړې، چې ژر به تایید او عملي شي.

نوموړي نن پنجشنبه کندهار ته د سفر پر مهال وویل، چې د یاد پوهنتون د تدریسي بلاکونو لپاره یو میلیون ډالر ورکول شوي، چې باید چارې یې تعقیب شي.

ولسمشر  ژمنه وکړه، چې د دغه ولایت د خصوصي پوهنتونو د کیفیت د لوړاوي لپاره به هم سیمینارونه او ورکشافونه جوړ کړي، تر څو له دولتي پوهنتون سره په یوه انډول خدمات وړاندې کړي.

ولسمشر غني د کندهار د معارف د اصلاح په اړه هم لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

غني کندهار والي حیات الله حیات ته سپارښتنه وکړه، چې په دوو اوونیو کې د معارف ریاست لپاره نوي اشخاص ورته معرفي کړي.

د ده په وینا، د پوهنې لپاره بودجه ځانګړې شوې، چې ژر به یې د یوه هیئت په مرسته کار پیل شي.

ولسمشر د کتابونو د کمبود یادونه هم کړې او په خبره یې ژر به د کتابونو ستونزه هم حل شي.

 

 

روان کال په پکتیا کې ۱۶۳ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوی

Feb 26, 2020 29

په پکتیا کې د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت ګڼې پروژې پلې شوې دي او راتلونکې کال لپاره هم شپږ مېلیارده افغانۍ ځانګړې شوې.

پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د پیسو ټولول منع کړل

Jul 14, 2019 29

پوهنې وزارت په ټول هېواد کې له ښوونکیو او زده‌کوونکیو نه د هر ډول پیسو ټولول منع اعلان کړل.

د لوګر تړلي ښوونځي بېرته فعال شول

Jun 15, 2019 29

د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کیلوال وایي، د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ د دهنو په کلي کې د خلکو له‌خوا د نجونو او هلکانو اته تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک