فرانسه او جرمني: د ایران د پراخېدونکي کړکېچ مخنیوی دې وشي
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د ایران د اټومي هوکړهلیک پر سر د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
دواړه مشران داسې مهال دا غوښتنه کوي چې تهران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټومي هوکړهلیک له مخې د خپلو ځینو ژمنو په اړه د بیا غور خبر ورکړ.
تهران د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اټومي هوکړهلیک له مخې د خپل اټومي پروګرام پر ځینو محدودیتونو غور کوي، څو د امریکا لهخوا د بندیزونو د بیا انفاذ له اغېزو ځان وژغوري.
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون ټینګار کوي چې ایران باید په اټومي تړون کې پاتې شي او اروپايي ټولنه باید د دې لپاره اقدامات وکړي.
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل هم وویل، غواړي چې د دغه کړکېچ د پراخېدو مخنیوی وشي او تهران باید دې ته غاړه کېږدي چې په اټومي هوکړهلیک کې پاتې کېدل یې په خپله ګټه دي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د اروپايي ټولنې د بیان په اړه په غبرګون کې وویل چې اروپايي هېوادونه باید د ایران له اټومي هوکړهلیک سره سم خپل مکلفیتونه وپېژني او د امریکا له بندیزونو سره-سره له ایران سره اقتصادي اړیکې عادي کړي.
0 دیدگاه