ناټو د ترکيې د وسلو پېرلو په اړه اندېښنه لري
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ترکیې د هغه پلان د احتمالي عواقبو په اړه اندېښنه ښودلې چې غواړي له روسیې نه د دافع هوا توغندي وپېري.
نوموړي په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولوت چاووش اوغلو سره په خبري غونډه کې وویل، که څه هم هر هېواد د خپلې اړتیا وړ پوځي تجهیزاتو د پېرلو اختیار لري، خو دی د ۴۰۰S- توغندیو د پېرلو د احتمالي عواقبو له کبله اندېښمن دی.
امریکا وار له مخه څرګنده کړې، که ترکیه دا توغندي وپېري، بندیزونه به پرې ولګول شي، خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ټینګار سره ویلي چې هېواد یې د دافع هوا د دغه سېسټم د پېرلو له معاملې نه په شا کېږي.
0 دیدگاه