طالبان په سرپل کې له لومړنیو پورته زدهکړو ته نجونې نه پرېږدي
د سرپل د پوهنې رییس احمدخان وايي، د سږني ښوونیز کال له پیل راهیسې سلګونه هغه نجونې ښونځیو ته له تګه منع شوي چې له لومړنۍ دورې یا شپږم ټولګي پورته زدهکړې کوي.
هغه زیاتوي، په ځینو محدودو سیمو کې طالبانو د قومي مشرانو په منځګړتوب نجونو ته تر اووم او ان نهم ټولګيو پورې د زدهکړو اجازه ورکړې، خو په وینا يې لا هم دېرش داسې ښوونځي شته چې نجونې ورته نه پرېښودل کېږي.
د احمدخان په خبره، طالبانو د سرپل په ډېرو برخو، لکه د مرکز په ځینو سیمو او په سنچارک، سوزمهکلا، صیاد، بلخاب او ګوسفندي ولسوالیو کې پر دولت فضا تنګه کړې، په کومو ځایونو کې چې دوی واک لري، هلته یې په له شپږم ټولګي پورته د نجونو ټولګي رخصت کړي او د زده کړو حق نه ورکول کېږي.
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت بیا وایي، د ستونزې هواري لپاره یې د قومي مشرانو او د ښوونځیو د شوراګانو په منځګړتوب هڅې پیل کړې دي.
0 دیدگاه