م.م د ویکيلیکس پر بنسټګر د بند حکم غندلی
د ملګرو ملتونو د حقوقي چارو د متخصصانو ډلې د بریټانیې د یوې محکمې لهخوا د ویکيلیکس پر بنسټګر ژولیان اسانژ د ۵۰ اوونیو بند پر حکم نیوکه کړې ده.
د بریټانيې محکمې اسانژ د ضمانت له شرطونو نه د سرغړونې په تور محکوم کړی او زیاته کړې یې ده چې هغه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په داسې حال کې چې په سویډن کې د جنسي تېري او ځورونې له قضیو سره مخ او په ضمانت خوشې و، په لندن کې د اکوادور په سفارت کې په پناه اخېستلو سره د ضمانت له شرطونو سرغړونه کړې ده.
د روانې مې میاشتې په لومړۍ نېټه ۴۷ کلن ژولیان اسانژ چې امریکا يې هم د دسېسې جوړولو په قضیه کې د سپارلو غوښتونکی دی، پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي، خو هغه تېره میاشت د اکوادور د سفارت لهخوا بريټانوي چارواکیو ته وسپارل شو.
0 دیدگاه