له ۳۰۰ ډېر ښوونځي او تخنیکي انسټیټیوتونه جوړ شوي
له ۳۰۰ ډېر ښوونځي او تخنیکي انسټیټیوتونه جوړ شوي
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشره ندیمه سحر وايي، په هېواد کې له ۳۰۰ څخه ډېر ښوونځي او تخنیکي - مسلکي او انسټیټیوتونه جوړ شوي دي.
سحر د سهشنبې په ورځ ولس ته د حکومت حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، د دولتي ښوونځیو او د تخنیکي- مسلکي انسټیټوټونو شمېر له ۴۲ څخه ۳۰۱ ته زیات شوی، د زدهکوونکیو شمېر یې له ۱۵ زره څه باندې ۶۴ زرو ته لوړ شوی او د ښوونکو شمېر چې پخوا ۲۶۰۰ وو، اوس له ۴ زرو تنو ډېر شوي دي.
دې وړاندې زیاته کړه، په دې ښوونځیو کې د ټول تدریس کېدونکو مضمونونو لپاره درسي کتابونه او مواد چمتو شوي دي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د ادارې مشرې یادونه وکړه چې د ماشومانو لپاره ۱۰ ځانګړي ښوونځي جوړ شوي چې نابینا او په غوږو درانه زدهکوونکي پکې له لومړي تر دوولسم ټولګي زدهکړې کوي.
0 دیدگاه