انقرې له کردانو سره د مکرون ليدنه وغندله
تركيې د سوريې د ډيموكراټيكو ځواكونو له استازیو سره د فرانسې د ولسمشر ايمانوېل مكرون د لیدنې په غبرګون كې هغه يو ناوړه اقدام بللى دى.
د سوريې د ډيموكراټيكو ځواكونو استازیو چې په دغه هېواد كې د داعش ډلې پر ضد د كردانو او عربانو ګډ اېتلاف دى، په پاريس كې د فرانسې له ولسمشر سره وكتل.
د تركيې د بهرنيو چارو وزارت وياند حامي اكسوي ویلي، هېواد يې د ايمانوېل مكرون له لوري د سوريې د ډيموكراټيكو ځواكونو د استازیو هركلى غندي او دا اقدام یې د پاريس او انقرې د تړون خلاف دی.
تركيه د سوريې ډيموكراټيك ځواكونه د كردستان د كارګرانو ګوند د پيكېكې يوه څانګه بولي چې انقره، امريكا او اروپايي اتحاديه يې يو ترهګریز سازمان ګڼي.
0 دیدگاه