د روغتیا وزیر د ښوونځي او روغتیا رول مهم وباله
د عامې روغتیا وزیر وايي، د ښوونځي او سواد رول د روغتیا د ښه کېدو په برخه کې ډېر مهم دی او دغه وزارت د پوهنې وزارت په مرسته په اوونۍ کې یو ځل له څو ميلیونو زیاتو نجونو ته د فولیک اسید ګولۍ ورکوي.
فېروزالدین فېروز چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وويل، ځينې وايي دا پروګرام پر ځای نهدی، خو په خبره يې دا یوازېنی پروګرام دی چې د میندو او خویندو روغتیا پرې یقیني کېدای شي.
هغه همدا راز زیاته کړه، سالمه تغذیه او د میندو او خویندو روغتیا ته پاملرنه په هېواد کې د روغتیايي وضعيت د ښه کېدو لامل ګرځي او له همدې امله یې د پوهنې وزارت په همکارۍ د ښوونځیو له لارې روغتیايي پروګرامونه پیل کړي دي.
نوموړي وویل، د هېواد په اوسني وضعیت کې ډېری خلک په ځانګړي ډول، د ښوونځیو زده کوونکي د بېوزلۍ، ناامنۍ او یو شمېر نورو مواردو له امله نهشي کولای چې په کافی اندازه ویټامین واخلي چې فولیک اسید یې بدیله لار کېدای شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړی و، په ښوونځیو کې د روغتیايي پروګرامونو پر پلي کېدو ټینګار وکړ.
0 دیدگاه