د بریټانیا لومړۍ وزیرې د برګزیټ په اړه وخت غوښتی
د بریټانیا لومړۍ وزیرې د برګزیټ په اړه وخت غوښتی
د بریټانیا لومړۍ وزیرې تیریزامې د اروپايي شورا له مشر ډونالډ ټوسک نه غوښتي چې له اروپايي اتحاديې د بریټانيې د وتلو معامله یا برګزیټ د راتلونکې جون میاشتې تر ۳۰مې پورې وځنډوي.
راپورونه وايي، د اروپايي شورا مشر د دې اتحاديې له غړیو هېوادونو غواړي چې مې ته یو کال وخت ورکړي.
ډونالډ ټوسک اروپايي هېوادونو ته ویلي، که هوکړه وشي، بریټانیا کولای شي د یوه کال له پوره کېدو مخکې هم برګزیټ عملي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له اروپايي ټولنې د بریټانيې د وتلو لپاره کومه معامله لا نهده تصویب شوې او د اوسني مهالویش له مخې، دا پروسه باید د روانې اپرېل میاشتې پر ۱۲مه نېټه عملي شي.
0 دیدگاه