په لوګر کې د ۵۵ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې
په لوګر کې د ۵۵ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۵۵ ښوونځیو د ودانیو جوړولو کار پیل شو.
د نوموړي په وینا، د نویو ښوونځیو د ودانیو پر جوړولو سربېره په ۲۶ ښوونځیو کې د څښلو د اوبو څاګانې هم کېندل کېږي.
شاهپور زیاتوي، د دې پروژې لګښت ۳۲۸ میلیونه افغانۍ دی چې د کلیوالي پیوستون د پروګرام لهخوا ورکول کېږي، خو په ورته وخت کې د لوګر چارواکي وايي، اوس د دغه ولایت د ۳۰۷ ښوونځیو له ډلې ۱۱۴ يې ودانۍ نهلري.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني د نوي پوهنیز کال د پیل په مراسمو کې وویل، د شپږ زرو ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو له ډلې چې تېر کال يې ژمنه شوې وه، ۲۷۰۰ ښوونځي تر کار لاندې دي چې ډېر ژر به يې چارې بشپړې شي.
ولسمشر همداراز وویل، د لومړي ځل لپاره به د ښوونځیو د کیفیت لوړولو په موخه ټول ښوونځي له انټرنېټ سره تړل کېږي او په ۳۱ نورو ښوونځيو کې کمپیوټر لب او لابراتوارونه جوړ شوي دي.
0 دیدگاه