په خوست کې زدهکړې ته د هڅونې کمپاین پیل شو
په خوست ولایت کې د اقرا په نوم کور په کور کمپاین پیل شوی او دا خوځښت غواړي د خوست خلک وهڅوي چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.
په دغه ټولنیز خوځښت کې د خوست مدني فعالان، دیني عالمان او د بشري حقونو مدافعان شامل دي.
د دغه خوځښت یو غړی شمسالله زیارمل وايي، غواړي په کلیو کې کور په کور وګرځي، لرې پرتو سیمو ته لاړ شي او خلک وپوهوو چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي.
ملګرو ملتونو تېر کال په یوه راپور کې وویل، درې اعشاریه اووه ميلیونه ماشومان له ښوونځیو پاتې شوي چې له تعلیمه په محرومو ماشومانو کې اویا سلنه نجونې دي.
0 دیدگاه