ینس سټولټنبرګ بیا د ناټو عمومي منشي وټاکل شو
ینس سټولټنبرګ بیا د ناټو عمومي منشي وټاکل شو
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دې سازمان د غړیو هېوادونو له لورې یو ځل بیا عمومي منشي وټاکل شو.
د ناټو متحدو هېوادونو په موافقې سره په دې سازمان کې د سټولټنبرګ ماموریت د ۲۰۲۲ کال سېپټمر تر ۳۰مې وغځېد.
د ناټو سازمان په دې اړه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، متحدو هېوادونو له سټولټنبرګه خپل ملاتړ اعلان کړی دی، څو په مرسته یې د ناټو د ښې راتلونکې لپاره کار وکړي.
هغه هم پر خپل رسمي ټویټر پاڼه د بیا ټاکل کېدو هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په ګډه به د خپلو اهدافو د پوره کولو لپاره کار کوي.
افغان ولسمشر اشرف غني هم د ټویټر له لارې هغه ته مبارکي ویلي او زیاته کړې یې ده چې د ناټو په دوامداره ملاتړ سره به افغانستان د سټراټېژیکې ملګرتیا په برخه کې پیاوړی متحد وي.
نتنیاهو؛ پوځ دې پر غزې تړانګه د عملیاتو لپاره چمتو وي
د اسرايیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپل پوځ ته امر کړی چې پر غزې تړانګه د پراخو عملیاتو د چمتوالي امر کړی دی.
د اسرايیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو که څه هم ټینګار کوي چې جګړه به وروستی انتخاب وي، خو وايي چې په وروستیو څو ورځو کې یې پوځ ته امر کړی چې د غزې په تړانګه کې د پراخو عملیاتو لپاره سرتېري او پوځي وسایط چمتو کړي.
نتنیاهو د اسرايیلو په شمال کې د یوه نوي سړک د پرانيستو پر مهال وویل، د غزې د تړانګې شاوخوا امنیتي کمربند غښتلی کوو، ما په دې وروستیو کې امر کړی چې د پراخو عملیاتو د تیاري په ترڅ کې پوځي ځواکونه پیاوړي او اضافي تجهیزات برابر شي.
فلسطیني وسلهوالو د دوشنبې په ورځ له غزې یو توغندی چې اوږد واټن ویشتلای شي، د اسرايیلو د قلمرو خواته وتوغاوه چې د تل ابیب په شمال کې پر یوه کور راپرېوت او اووه اسرايیلیان یې ټپیان کړل.
له دې پېښې وروسته اسرايیلي الوتکو هوايي حملې پیل کړې او فلسطینیانو د اسرايیلو پر جنوب ډزې وکړې.
له دې سره اسرايیلو غزې ته نږدې خپل پوځي حضور پیاوړی کړ، خو د چهارشنبې تر ورځې په نښتو کې وروسته له هغه کموالی راغی چې حماس د مصر په منځګړتوب اوربند اعلان کړ.
0 دیدگاه