ولسمشر: سږکال ۲۷۰۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي
ولسمشر: سږکال ۲۷۰۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي
ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۸ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې د ۲۷۰۰ ښوونځیو د جوړولو ژمنه وکړه او دغه راز یې ټینګار وکړ چې د پخوانیو ښوونځیو کارونه به هم بشپړ شي.
ولسمشر محمداشرف غني د دوشنبې په ورځ پهدې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل، په ښوونځیو کې له ښوونکیو او زدهکونکیو سره تاوتریخوالی د منلو نه دی.
نوموړي په ورته وخت کې ژمنه وکړه چې سږ کال به د کتابونو د کمښت ستونزه هم هواره چې تر اوسه ۱۲ میلیونه او دوه لکه کتابونه چاپ شوي دي.
ولسمشر زیاته کړه، په پوهنیز چوکاټ کې د ښه کیفیت موخه له شرایطو سره سم د معیاري خدمتونو وړاندې کول دي. ولسمشر غني ټینګار وکړ چې سږکال به په لومړي ځل په ښوونځیو کې د کیفیت لوړولو په موخه ټول ښوونځي له انټرنېټ سره وتړل شي.
محمداشرف غني وویل، په روان کال کې به د هندوستان په مالي مرسته د ۱۰۰۰ ښوونځيو لپاره لابراتوارونه جوړ شي.
که څه هم تر اوسه د ټولو زدهکوونکیو د شمېر په اړه راپور نهدی خپور شوی، خو د تېر کال د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې ۹ میلیونه زدهکوونکیو ته د ۲۲۰ زره ښوونکیو له لوري تدریس کېږي.
پوهنې وزارت پلان لري چې سږکال یو میلیون نوي زدهکوونکي په ښوونځیو کې د ونیسي.
پاکستانۍ محکمې د نقیب مسید قاتل پړ وباله
د پاکستان په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې د شهید شوي ځوان نقیب مسید په قضیه کې تورن راو انوار او د هغه نور پولیس ملګري پړه بللي دي.
د نقیب مسید د شهادت په قضیه کې د پولیسو یوه تورن افسر راو انوار او د هغه نورو ملګرو ته څو ځله د محکمې لهخوا ضمانت ورکړل شوی یا منل شوی، خو دا لومړی ځل دی چې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد محکمه راو انوار او نور ملګري یې د نقیب مسید د شهیدولو په قضیه کې رسماً پړ بولي.
پښتون ځوان نقیب مسید د کراچۍ په شاهلطیف سیمه کې د ۲۰۱۸ کال د جنوري میاشتې په ۱۳مه شهید شو، خو راو انوار په محکمه کې له جرم منلو انکار کړی دی.
د نقیب مسید تر شهادت وروسته په ټول پاکستان کې اعترضونه وشول چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د اسلاماباد په ګډون د پاکستان په یو شمېر نورو ایالتونو کې هم پراخې اعتراضي غونډې جوړې شوې.
د هلمند د ملي امنيت مرستيال د ټپونو له امله ومړ
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، د دغه ولایت د ملي امنيت مرستيال اصف خان د ژورو ټپونو له امله ومړ.
اصف خان د تېرې بزګر ورځې د جشن پر مهال په چاودنه کې سخت ټپي شوی و چې د ژورو ټپونو له امله يې د دوشنبې په سهار ساه ورکړه.
د بزګر ورځي په جشن کې د بريد پړه طالبانو پر غاړه اخېستې چې د ملکي کسانو ترڅنګ، پهکې د ولایت یو شمېر ریيسان او دولتي ماموران هم ټيپان شول.
سیما سمر: تبعیض تاوتریخوالي ته لار هواروي
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسه سیما سمر وايي، تبعیض په هېواد کې د تاوتریخوالي دوام ته لار هواره کړې ده.
نوموړې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوه څېړنې وړاندې کولو پر مهال وویل، په افغانستان کې ۲۵ سلنه خلک له تبعیضه شکایت لري.
سمر په ورته وخت کې نژادي تبعیض په هېواد کې د مروجو ژبو، مذهبونو او قومونو شمېر ته په پام، د سولې او ثبات ټينګښت پر وړاندې جدي اندېښنې او ننګونې وبللې.
د دغه کمېسیون تازه څېړنه چې په افغانستان کې د هر ډول تبعیض د مخینوي کنوانسیون د پلي کېدو د کچې مالومولو لپاره شوې، ښيي چې په هېواد کې ۲۵ سلنه خلک له تبعیضه رنځ وړي.
سمر وایي، په افغانستان کې نژادي تبعیض يو له هغو مهمو ننګونو دی چې افغانان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د مخینوي لپاره یې باید اړوند ارګانونه خپل مسوولیت ادا کړي.
د دې څېړنه پر مهال په پوښتل شویو کسانو کې چارواکي، د مدني ټولنې غړي، د بشري حقونو فعالان، کارپوهان، د رسنیو مسوولان، قومي او سیمهییز مشران او عام خلک شامل دي.
په ننګرهار کې چاودنې ۶ ملکیان ټپيان کړي
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، په دغه ولایت کې یوې چاودنې شپږ ملکیان ټپيان کړي چې ښځې او ماشومان پهکې شامل دي.
خوګیاڼی زیاتوي، پرون سهار پاو کم نهه بجې د جلالاباد ښار په لومړۍ ناحیه کې چاودېدونکیو توکیو چاودنه کړې چې له کبله یې درې ماشومان او درې ښځې سطحي ټپيان شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نهدی اخېستی.
تر دې مخکې هم په ننګرهار کې چاودنو ملکیانو ته زیاته مرګژوبله اړولې چې پړه یې تر ډېره داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې پر غاړه اخېستې ده.
0 دیدگاه