ولسمشر: سږکال ۲۷۰۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي
ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۸ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې د ۲۷۰۰ ښوونځیو د جوړولو ژمنه وکړه او دغه راز یې ټینګار وکړ چې د پخوانیو ښوونځیو کارونه به هم بشپړ شي.
ولسمشر محمداشرف غني نن په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل، په ښوونځیو کې له ښوونکیو او زدهکونکیو سره تاوتریخوالی د منلو نه دی.
نوموړي په ورته وخت کې ژمنه وکړه چې سږ کال به د کتابونو د کمښت ستونزه هم هواره چې تر اوسه ۱۲ میلیونه او دوه لکه کتابونه چاپ شوي دي.
ولسمشر زیاته کړه، په پوهنیز چوکاټ کې د ښه کیفیت موخه له شرایطو سره سم د معیاري خدمتونو وړاندې کول دي. ولسمشر غني ټینګار وکړ چې سږکال به په لومړي ځل په ښوونځیو کې د کیفیت لوړولو په موخه ټول ښوونځي له انټرنېټ سره وتړل شي.
محمداشرف غني وویل، په روان کال کې به د هندوستان په مالي مرسته د ۱۰۰۰ ښوونځيو لپاره لابراتوارونه جوړ شي.
که څه هم تر اوسه د ټولو زدهکوونکیو د شمېر په اړه راپور نهدی خپور شوی، خو د تېر کال د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې ۹ میلیونه زدهکوونکیو ته د ۲۲۰ زره ښوونکیو له لوري تدریس کېږي.
پوهنې وزارت پلان لري چې سږکال یو میلیون نوي زدهکوونکي په ښوونځیو کې ونیسي.
0 دیدگاه