هالنډي پولیسو د وروستۍ پېښې په تړاو دوه نور مشکوک کسان نیولي
د هالنډ پولیسو د ډزو له پرونۍ پېښې وروسته دوه نور مشکوک کسان نیولي دي.
دا خبر د هالنډ رسنیو نن ورکړی او په دې اړه چې دا دوه کسان له پرونۍ پېښې سره تړاو لري او کهنه، څه نه دي ویل شوي.
د هالنډ په اوترخت ښار کې د دوشنبې په ورځ پر یوه ټرموای د ډزو په پېښه کې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
پولیسو پرون وویل چې له پېښې وروسته يې یو ۳۷ کلن مشکوک کس چې ګاکمن تانیس نومېږي، نیولی دی.
په هالنډ کې د پروني وسلهوال برید انګېزه تراوسه نهده مالومه.
دا پېښه له هغه څو ورځې وروسته کېږي چې په نیوزیلنډ کې د تېرې جمعې په ورځ پر دوو جوماتونو د ډلهییزې وژنې په پېښو کې پنځوس کسان شهیدان او له څلوېښتو ډېر ټپیان شول.
0 دیدگاه