ناسا په مريخ کې غږونه ثبت کړل
د امریکا د فضايي څېړنو ادارې یا ناسا په لومړي ځل پر دې وتوانېده چې په مریخ کې د هوا غږونه ریکارډ کړي چې په دې کشف سره په دې سیاره کې د ژوند کولو چانس څو چنده زیات شو.
د روانې مېلادي میاشتې په لومړیو کې دې ادارې په بریالیتوب سره مریخ ته یو داسې نوی خلايي لابراټوار واستاوه چې تر دې دمه تر ټولو پرمختللې ټيکنالوجي پکې کارول شوې ده.
په پیل کې دا هوايي بېړۍ په مریخ کې د غږ ثبتولو لپاره نه وه استول شوې، بلکې اصلي هدف يې دا و چې په مریخ کې د زلزلو څرنګوالی مالوم کړي.
د ناسا د خپرو شویو مالوماتو له مخې، د ناسا له خوا په ثبت شوي غږ کې بدلون نه دی راغلی، هغه ډول چې ریکارډ شوی، هو به هو یې نشر کړی دی، خو په وینا يې د اورېدو لپاره غوږوالۍ یا غټ لوډسپکر ته اړتیا پېښېږي
0 دیدگاه