د خاشقجي په قضیه کې خپل وګړي چا ته نه سپارو"
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د دې هېواد خبریال جمال خاشقجي د وژنې په تور ترکیې ته د خپلو دوو وګړیو د سپارلو غوښتنه رد کړه.
عادل الجبیر وايي، د جمال خاشقجي د وژنې په قضیه کې ۱۱ کسان نیولي چې په سعودي کې به محاکمه کېږي.
شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له سعودي وغوښتل چې د عرب خبریال جمال خاشقجي د وژنې په تړاو دوه تورن لوړپوړي سعودي وګړي ترکیې ته وسپاري.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د سعودي لوړپوړيو چارواکيو د خاشقجي د قتل امر کړی، خو په عين حال کې اردوغان ویلي چې د سعودي له حاکمې کورنۍ سره د اړیکو خرابولو لېوالتیا هم نه لري.
د افغان- شوروي جګړې پر مهال جمال خاشقجي د بن لادن څرګندېدل او ځواکمنېدل څارل او له نوموړي سره یې له ۱۹۸۰ تر ۱۹۹۰ کلونو څو ځلې مرکې وکړې.
0 دیدگاه