ترکیه: د توغندیو دفاعي سېسټم پېرلو ته اړتیا وه
ترکیه: د توغندیو دفاعي سېسټم پېرلو ته اړتیا وه
د ترکیې دفاع وزیر وايي، له روسیې د توغندیو دفاعي اېس-۴۰۰ سېسټم پېرل د ترکيې غوښتنه نه، بلکې اړتیا وه.
هولوسي اکبر له خپل امریکايي سیال مارک اسپر سره په ټیلیفوني خبرو کې زیاته کړې، ترکیه تر سخت ګواښ لاندې وه او اېس – ۴۰۰ دفاعي سېسټم رانیول له سوریې ترکیې ته د متوجه ګواښ مخه نیولای شي.
د ترکیې دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې انقرې له مسکو سره د یوه تړون له مخې د توغندیو ضد دفاعي سېسټم دویمه محموله هم ترلاسه کړه.
خو تر دې وړاندې امریکا ترکیې ته خبرداری ورکړی و چې له روسیې سره دې د توغندیو ضد دفاعي سېسټم پیرلو تړون لغوه کړي، کهنه انقره به له اقتصادي بندیزونو سره مخامخ شي.
0 دیدگاه