د توغندیو دفاعي سېسټم لومړۍ برخه ترکیې ته ورسېده
۲۲ سرطان ۱۳۹۸ 1620 0 نظر سرخط

د توغندیو دفاعي سېسټم لومړۍ برخه ترکیې ته ورسېده

د توغندیو دفاعي سېسټم لومړۍ برخه ترکیې ته ورسېده

د امریکا له جنجالونو سربېره د ترکیې دفاع وزارت وایي، له روسیې څخه یې د «S-400» ډوله توغندویي دفاعي سېسټم لومړۍ برخه انقرې ته ورسېده او دا کار به په راتلونکو ورځو کې دوام وکړي.

د ترکیې د دفاعي صنعت ادارې هم زیاته کړې، په‌دې سېسټم پورې د تړلو نورو برخو انتقال به په راتلونکیو ورځو کې دوام وکړي.

د مسکو او انقرې تر منځ دا تړون د ترکیې او امریکا تر منځ د شخړو عمده لامل ګڼل کېږي، خو د ترکیې د دفاعي صنعت ادارې هر کله چې دا سېسټم په بشپړ ډول چمتو شو د اړوندو چارواکیو د سپارښتنې سره سم به وکارول شي.

روسي رسنۍ لیکي، د پوځي او تخنیکي همکارۍ په برخه کې د روسیې فدرالي ادارې د دې سېسټم د یوې برخې لېږلو پیل تأیید کړی دی.

خو د امریکا متحده ایالاتو ویلي و، د جولای تر ۳۱مې له مسکو سره د «S-400» تړون لغو نه‌کړي، انقره به و نه‌‌شي کړای په راتلونکې کې «F-35» ډوله جنګي جټ الوتکي له امریکا وپېري.

ترکیه: د توغندیو دفاعي سېسټم پېرلو ته اړتیا وه

Jul 15, 2019 29

د ترکیې دفاع وزیر وايي، له روسیې د توغندیو دفاعي اېس-۴۰۰ سېسټم پېرل د ترکيې غوښتنه نه، بلکې اړتیا وه.

پر ترکیې د جنګي الوتکو پېرلو په اړه د امریکا دریځ نه‌دی بدل شوی

Jul 14, 2019 29

د امريکا سرپرست دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، د ترکيې له‌خوا د ایس ۴۰۰ توغندیو دفاعي سېسټم له ترلاسه کولو خبر دي، خو د ایف ۳۵ جنګي الوتکو په اړه د امريکا دریځ نه‌دی بدل شوی.

مرسي تر سکته وروسته ومړ

Jun 17, 2019 29

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي نن د محاکمې پر مهال لوېدلی او پسې مړ شوی دی.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک