وياګرا والا ګوتمۍ په حيرانوونکي نرخ لاړه
د پلې بوای مجلې څښتن هف هفنز تېر کال ومړ او تر هغه وروسته يې ميراثي شيان يو په بل پسې ليلام ته وړاندې شول.
اوس تازه د جولینز اکشنز په نامه يوې ادارې د ده وياګرا والا ګوتمۍ ليلام ته وړاندې کړې وه او تقريبا زموږ او ستاسې په پنځلس لکه او دوه شپېته زره افغانۍ وپلورل شوه.
دغې کمپنۍ ويلي، دوی تمه درلوده چې وياګرا والا ګوتمۍ به په شاوخوا پنځه پنځوس زره افغانۍ وپلورل شي، خو کله چې ليلام ته وړاندې شوه، اووه دېرش چنده ګرانه خرڅه شوه.
دغه ګوتمۍ په ښکاره د سرو زرو يوه عادي ګوتمۍ ده، خو په دننه کې يو وړوکی ځای لري چې يوازې وياګرا ګولۍ پکې ايښوول کېږي.
0 دیدگاه