په واده کې غم داسې جوړېږي
تاسې به هم په دې باور ياست چې د واده ورځ د ناوې او زوم لپاره د ځانګړې خوشحالي ورځ وي، اما فکر به کوئ چې کله کله ناوې يا زوم ومري، بل ته يې ورځ د غم وي، خو نن يوه بله جالبه ولولئ.
په اسټرالیا کې د واده په ورځ یوې ناوې د خپل مېړه هغه ټول پیغامونه او تصویرونه ټولو خلکو ته اورولې او ښوولې چې یوې بلې مېړوښې ښځې ته یې لېږلي ول.
په دې پیغامونو کې داسې خبرې هم وې چې لیکل یې سخت دي، خو ناوې په پوره ډاډ ټولو خلکو ته د خپل مېړه اصلي څېره بربنډه کړې ده.
تر ټولو جالبه یې بیا دا چې د دې له خاونده سره جوړه نجلۍ نه، بلکې یوه ښځه وه چې خاوند یې هم درلود.
د ناوې دې پیغامونو ته هله فکر شو چې د واده په ورځ یې د مېړه په لاس کې موبايل ته پیغام راغی او دې یې پر سکرین د یوې بلې نجلۍ نوم او تصویر ولید.
0 دیدگاه