امريکا منځمهاله ټاکنو ته د فېسبوک پاڼې تړلې
د ایفبيای له خوا ګڼ شمېر د فېسبوک او انسټاګرام داسې پاڼې تړل شوې دي چې دغې ادارې ګمان کاوه، د امريکا پر منځمهالو ټاکنو بد اغېز کوي.
په دغو پاڼو او اکاونټونو کې دېرش يې د فېسبوک او پنځه اتيا د انسټاګرام دي چې د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، د روسيې څېړنيزو ادارو چلولې.
دغو ټولو پاڼو او کانټونو په روسي او فرانسوي ژبو خپرونې کولې.
اسوشيېټيډ پريس لیکي، دا ادرسونه مشکوک ول او داسې انګېرل کېده چې ګواکې د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو په څېر به روسيه بيا هڅه وکړي دا ځل د متحده ايالاتو په منځمهالو ټاکنو کې هم له دې لارې لاس ووهي.
0 دیدگاه