داسې کلی چې ۴۰۰ کاله په‌کې ماشوم نه دی زېږېدلی
۶ عقرب ۱۳۹۷ 1075 0 نظر سرخط ورځپاڼه

داسې کلی چې ۴۰۰ کاله په‌کې ماشوم نه دی زېږېدلی

نن يوه داسې سیمه در پېژنو چې نږدې ۴۰۰ کاله په‌کې کومې مور نړۍ ته ماشوم نه دی راوړی.

دا سیمه د هندوستان په مدهیه پردېش ایالت کې ده. هندي رسنۍ لیکي، راج ګړ هغه سیمه ده چې د دې سترې پېښې شاهده ده.

رسنۍ لیکي، هلته چې به ماشوم پیدا شو، معلول به و، نو له همدې کبله بيا په‌کې خلکو پرېکړه وکړه چې ماشوم و نه زېږوي.

د کلي خلک وايي، د دوی یو مذهبي رسم و چې خلک به یې یوه ورځ د غواوو لپاره د عبادت‌ځای په جوړولو بوخت وو، مګر یوې مېرمنې دا کار و نه کړ، په هغې ورځې حاضره نه شوه او خپل غنم یې ټولول چې بالاخره د هغوی په خبره د دوی دیوتاګان پرې قهر شول او له هماغې ورځې په دې سیمه کې روغ ماشوم و نه شو.

اوس چې کله په دې سیمه کې کومه مور حامله شي او بیا یې د زېږون وخت راشي، دا سیمه پرېږدي او روغتون ته ځي او تر ولادت وروسته بېرته خپل کلي ته را ستنېږي.

 

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

Dec 29, 2019 29

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک