داسې کلی چې ۴۰۰ کاله پهکې ماشوم نه دی زېږېدلی
نن يوه داسې سیمه در پېژنو چې نږدې ۴۰۰ کاله پهکې کومې مور نړۍ ته ماشوم نه دی راوړی.
دا سیمه د هندوستان په مدهیه پردېش ایالت کې ده. هندي رسنۍ لیکي، راج ګړ هغه سیمه ده چې د دې سترې پېښې شاهده ده.
رسنۍ لیکي، هلته چې به ماشوم پیدا شو، معلول به و، نو له همدې کبله بيا پهکې خلکو پرېکړه وکړه چې ماشوم و نه زېږوي.
د کلي خلک وايي، د دوی یو مذهبي رسم و چې خلک به یې یوه ورځ د غواوو لپاره د عبادتځای په جوړولو بوخت وو، مګر یوې مېرمنې دا کار و نه کړ، په هغې ورځې حاضره نه شوه او خپل غنم یې ټولول چې بالاخره د هغوی په خبره د دوی دیوتاګان پرې قهر شول او له هماغې ورځې په دې سیمه کې روغ ماشوم و نه شو.
اوس چې کله په دې سیمه کې کومه مور حامله شي او بیا یې د زېږون وخت راشي، دا سیمه پرېږدي او روغتون ته ځي او تر ولادت وروسته بېرته خپل کلي ته را ستنېږي.
0 دیدگاه