د ارباز ښځه له ارجن سره واده کوي
په هندي رسنيو کې نن سبا د ارباز خان د مخکېنۍ مېرمنې ملايکه اروړا او د هندي سېنما د فلمي ستوري ارجن کپور د تار لرلو خبرونه خوله په خوله ګرځي.
هندۍ رسنۍ لیکي، په لنډو ورځو کې به ملایکه له ارجن کپور سره واده وکړي، خو د دې خبر په اورېدو سلمان خان هک پک شوی دی.
۴۴ کلنه ملایکه د ۵۱ کلن ارباز خان مېرمن وه او په ۲۰۱۷ کال کې تر ۱۹ کلن ګډ ژوند وروسته سره جلا شول.
اوس سلمان خان وايي، دا ورته حیراوونکی خبر دی.
نور خبرونه بیا وايي، د ارجن کپور پلار بوني کپور په دې اړیکه خواشينی دی.
0 دیدگاه