عامر د کټرينې په نڅا زړه بايللی
د هندي سېنما مشهور فلمي ستوري عامر خان او کټرينه کيف د ټګافهندوستان په نامه په يوه نوي فلم کې ګډ کار کړی دی چې يوه سندره يې اوس تازه خپره شوې ده.
د ثريا جان په نامه په دغه سندره کې کټرينه کيف نڅېږي او عامر خان يې هماغه مهال په نڅا زړه بايللی دی.
ده په يوه مرکه کې ويلي دي چې د کټرينې نڅا يې دومره خوښه وي چې په دې باوري شوی دی، که دی لس کاله هم کوښښونه وکړي، داسې نڅا به زده نه کړي، لکه د کټرينې په څېر.
خو په مقابل کې يې بيا کټرينې ويلي دي، د دغې سندرې په يوه برخه کې بايد دا د عامر خان پر خوا ور ړنګه شوې وای، خو دې پر خان باور نه درلود چې ودې يې نيولای شي، ځکه نو زړه نازړه ونڅېده.
ثريا جان سندره طنزيه ده او نڅا ورسره تر نورو ډېرو سندرو، ډېره سخته ده.
ټاکل شوې ده چې د دوی دواړو دغه نوی فلم به د نومبر په اتمه نېټه د سېنماوو پر پردو راښکاره شي.
0 دیدگاه