د نړۍ تر ټولو اوږد سکېټ بورډ جوړ شو
په سړکونو به مو لیدلي وي چې ځينې کسان یو وړه غوندې څلور ټیره له لرګیو جوړه ټوټه باندې ولاړ وي او حرکت کوي.
دا حرکت لږ غوندې تېز هم وي، دې وسیلې ته سکیټ بورډ وايي.
په سرخط کې نن ولولئ چې د نړۍ تر ټولو لوی سکېټ بورډ جوړ شوی دی.
د دې سکېټ بورډ اوږدوالی ۳۵ فټه او اووه انچه دی او اوس یې ریکارډ په نړیوال کتاب کې هم لیکل شوی دی.
دا سکېټ بورډ په لسو اوونیو کې جوړ شوی او یوازې یوه تن ډېزاین کړی دی.
0 دیدگاه